د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو د شنبې په ورځ پر خپله اېکس پاڼه ليکلي چي متحده ایالات د ایران له خلګو او معترضینو ملاتړ کوي.
له دې مخکي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم ګواښ کړی و چي که ایران پر معترضینو ټکان وکړي، واشنګټن به اقدام وکړي.
دا څرګندوني پر داسي مهال کېږي چي د ایران اعتراضونه ۱۴ مي ورځي ته رسېدلي او لویو ښارونو ته غځېدلي دي.
راپورونه وايي چي د ایران حکومت پر دغه هيواد باندي انټرنټ هم پرې کړی دئ.