د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارک ربيو ويلي، چي د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران پر وړاندي د اقدام له پاره ټول انتخابونه لري، چي په کښي د اړتیا په صورت کي د ځمکنیو ځواکونو لېږل هم شامل دي؛ خو هغه زیاته کړې، چي واشنګټن کولای سي پرته له ځمکني مداخلې هم خپلي موخي په ایران کي ترلاسه کړي.
روبیو ويلي، چي په ایران کي پوځي عملیات به په څو اونیو کي پای ته ورسېږي.
هغه ټینګار وکړ چي هیواد ئې له ټاکلي وخته مخکي مهم پرمختګونه کړي او ژر به خپلو ټولو هدفونو ته ورسېږي.
نوموړي همدارنګه ويلي، چي د ایران خلګ د اوسني نظام څخه د غوره نظام مستحق دي او زیاته ئې کړه، چو د ایران حکومت د دې پر ځای چي له نړۍ سره اړیکي ښې کړي، خپلي سرچینې د امریکا پر ضد کاروي.