د امریکا د جګړې وزیر ویلي چي د ایران هغه ادعاوي چي ګواکي امریکايي جنګي الوتکي ئې نسکوري کړي حقيقت نه لري

د امریکا د جګړې وزیر ویلي چي د ایران هغه ادعاوي چي ګواکي امریکايي جنګي الوتکي ئې نسکوري کړي حقيقت نه لري.
نوموړي ټینګار کړی، چي د ایران پر وړاندي د هر ډول پوځي اقدام مهالوېش به یوازي امریکا ټاکي.
هغه زیاته کړه، چي د ایران هغه پوځي مرکزونه او قوماندانان به په نښه کړي، چي د معترضینو د وژلو مسؤل بلل کېږي.

د ده په وینا، که څه هم بریتانیا د ډيګو ګارسیا له پوځي اډې د کارولو سره مخالفت کړی، خو دا موضوع د امریکا پر عملیاتو هېڅ اغېز نه لري.
د امریکا د جګړې وزیر همداراز خبرداری ورکړی، چي که ایران پر هغو ګاونډیو هېوادونو بریدونه وکړي چي د عملیاتو برخه نه دي، دا کار به د جګړې د پراخېدو لامل سي.
نوموړي ويلي د امریکا پوځي وړتیاوې ډېري پیاوړي دي او د ایران مشران نه پوهېږي، چي له کوم ځواک سره مخ دي.