د امریکا د دفاع (جګړې) وزیر پیت هیګست، ویلي چي شاوخوا ۲۰۰ امریکایي سرتېرو د وینزویلا د ولسمشر نیکولاس مادورو د نیولو په عملیاتو کي برخه اخيستې.
هغه ویلي چي مادورو تر نیولو درې دقیقې مخکي د عملیاتو په اړه هېڅ خبر نه درلود.
د امریکا د جګړې وزیر زیاته کړې: «جنګي الوتکو او بموشتونکو د وینزویلا دفاعي سیستمونه په نښه کړل او دلتا فورس ځواکونو ته ئې د ننوتلو لاره هواره کړه، په کوم ځای کي چي دوی له سخت مقاومت سره مخ سول.»
امریکایي چارواکو دا عملیات بریالي بللي او ویلي ئې دي چي په دې برید کي هیڅ امریکایي سرتېري ته زیان نه دئ اوښتی.
بلخوا کیوبا اعلان کړی چي شاوخوا ۳۰ هغه سرتیري چي د مادورو د امنیت ساتني مسئوليت ئې درلود، په دې عملیاتو کي وژل سوي دي.
همداراز، د وینزویلا چارواکو ویلي چي لږ تر لږه ۴۰ تنه، چي په کښي ملکي وګړي هم شامل دي، د امریکا د پوځي عملیاتو پر مهال وژل سوي دي.