د امریکا د مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي، د رواني اوونۍ په دريم پړاو بریدونو کي ئې د ایران شاوخوا ۱۴۰ پوځي اهداف په نښه کړي دي.
سنتکام د یکشنبې په سهار په خپره کړې خبرپاڼه کي ویلي، په دغو بریدونو کي د ځمکنیو او سمندري جنګي الوتکو، بېپیلوټه الوتکو او سمندري ځواکونو له دقیقو وسلو کار اخیستل سوی دئ.
د خبرپاڼي له مخي، په نښه سو اهدافو کي د توغندیو او بېپیلوټه الوتکو مرکزونه، د سمندري ځواکونو تجهیزات، د مهماتو زېرمتونونه، د مخابراتو شبکې او د ساحلي څار پوستې شاملي دي.
سنتکام ویلي، دا بریدونه د امریکا د ولسمشر په مستقیم امر ترسره سوي او د رواني اوونۍ په درو شپو کي ئې له ۳۰۰ څخه ډېر پوځي اهداف په نښه کړي دي.
د دوی په وینا، د دغو بریدونو موخه د ایران هغه پوځي وړتیا کمول دي چي د هرمز تنګي له لاري پر ملکي بېړیو او سوداګریزو کښتیو د بریدونو له پاره کارول کېږي.
سنتکام همداراز ویلي، د هرمز تنګي له لاري د سوداګریزو کښتیو تګ راتګ عادي روان دئ او امریکايي ځواکونو د مې میاشتي له پیل راهیسي د څه باندې ۸۰۰ سوداګریزو کښتیو او ۴۰۰ میلیونه بېرلو خامو تېلو د خوندي تېرېدو په اسانتیا کي مرسته کړې ده.