د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چي امریکايي ځواکونو په منځني ختیځ کي د پوځي تمرين پر مهال د ام۷۷۷ هویتزر

د امریکا د پوځ مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) ویلي چي امریکايي ځواکونو په منځني ختیځ کي د پوځي تمرين پر مهال د ام۷۷۷ هویتزر توپونو څخه د ۱۵۵ میلی‌متري مرمیو ټکان کړي دي.
سنتکام وایي، دا تمرین د پوځ د چمتووالي او جګړه‌ییزو وړتیاوو د لوړولو له پاره ترسره سوی دئ.
دغه قوماندانۍ همدارنګه ویلي چي د امریکا د پوځ سي‌اېچ-۴۷ شینوک هلیکوپټر هم د روانو پوځي ماموریتونو د ملاتړ له پاره چمتو سوی دئ.

د سنتکام په وینا، شینوک هلیکوپټري د سرتېرو، پوځي وسایلو او اکمالاتو د چټک لېږد وړتیا لري او په پوځي عملیاتو کي مهم رول لوبوي.