د امریکا د پټو خدمتونو ادارې د یکشنبې په ورځ اعلان کړی، چي د دوی مامورانو یو شل کلن ځوان هغه مهال ويشتلی کله چي هغه د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اوسېدو ودانۍ ته د غیرقانوني ننوتلو هڅه کوله.
د امريکايي رسنيو په حواله پېښه د فلورېډا ایالت د وېسټ پام بیچ ښار کي رامنځ ته سوې ده.
د راپورونو له مخې، ډونالډ ټرمپ دا مهال په واشنګټن کي حضور لري.
امریکايي چارواکو تر اوسه د وژل سوي کس د هویت په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.