د امریکا د کانګرس له ۴۰ څخه زیاتو غړو د کډوالو د بیامېشتېدني پروګرام د بیا پیل کولو غوښتنه کړې

د امريکا د کانګرس د ۴۰ څخه زیاتو غړو د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ته یو لیک ليږلی، چي د امریکا د کډوالو د منلو پروګرام (USRAP) د سمدستي بیا پیل غوښتنه پکښي سوې ده. دوی ټینګار کړی، چي دا پروګرام باید ژر تر ژره بیا فعال سي، څو هغه افغانان چي له کلونو راهیسې د نوي ژوند د پیل کولو فرصت ته انتظار باسي د خپل راتلونکي لپاره نوې لاره پيداکړي.
دا لومړی ځل نه دئ، چي امریکایي قانون جوړونکو داسي غوښتنه کړې ده؛ مخکې له دې، د کانګرس یو شمېر غړو هم د USRAP پروګرام د بیا پیل غوښتنه کړې وه، چي پکښي د P-1 او P-2 قضیې هم شاملي دي. خو له هغه وخته چي دا پروګرام د ۲۰۲۵ کال په جنوري کي وځنډول سو، تر اوسه پوري ئې په اړه روښانه پرېکړه نه ده سوې.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *