د امریکا د کورنیو چارو وزارت د کډوالو او ګمرک ځواکونو ته امر کړی، چي هغه کډوال دي ونیسي، چي له یو کال څخه ډېر وخت ئې په امریکا کي تېر سوی وي؛ خو گرینکارت ئې نه وي ترلاسه کړی.
امريکايي رسنيو ويلي، چي دغه کسان ممکن تر هغه وخته پوري په توقیف کي پاته سي تر څو د دوی د مهاجرت دوسیې بیا کتل کېږي.
د امريکايي رسنيو په حواله دا نوي لارښووني د هغو کسانو له پاره دي چي د دایمي اقامت په ترلاسه کولو کي ځنډ لري او اوس د توقیف د خطر سره مخ دي.