د امریکا متحده‌ایالتونو پر ایران نوي بندیزونه ولګول

د امریکا د خزانې وزارت له‌خوا پر ایران دغه بندیزونه د هغو نږدې واټن ویشتونکو توغندیو په خاطر، چي ویل کیږي تهران مسکو ته ورکړي، لګولي دي.
خو مسکو او تهران په‌دې اړه ادعاوي ردکړي دي.
د امریکا متحده‌ایالتونو د سه شنبې په ورځ اعلان وکړ، چي پر ایران یې نوي بندیزونه په‌دې خاطر ولګول چي تهران په اوکراین کي د روسیې د رواني جګړې پوځي ملاتړ کړی او مسکو ته یې په‌دې وروستیو کي نژدې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي ورکړي دي.
د متحده‌ایالتونو د خزانې وزارت وایي، په ایران او روسیه کي یې پر لسو افرادو او شپږو کمپنیو بندیزونه لګولي او هم یې څلور کښتۍ د ضبط سوي ملکیت په توګه په نښه کړي دي.
د دې وزارت په وینا دغه افراد او کمپنۍ ایران ته د دې امکانات برابروي چي روسیې ته د وسلو پرزې او د وسلو سیسټمونه ولېږدوي.
متحده‌ایالتونو ویلي، هغه وسلې چي تهران تر اوسه مسکو ته ورکړي، پکښي بې‌‌پیلوټه الوتکي یا ډرونونه او نږدې واټن ویشتونکي بالسټیک توغندي شامل دي.