د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس وايي

د امریکا مرستیال ولسمشر جي ډي ونس وايي، له ایران سره د شخړې نوی پړاو د اقتصادي فشار له لاري روان دئ او واشنګټن غواړي پر تهران خپل فشار نور هم زیات کړي.
ونس اقتصادي فشار د ایران پر وړاندي د امریکا تر ټولو اغېزمنه وسیله بللې او ویلي ئې دي، چي واشنګټن به دې تګلاري ته دوام ورکړي.
په ورته مهال، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بېسنټ ویلي چي هیواد ئې راتلونکې اوونۍ پر ایران د تاریخ تر ټولو سختو بندیزونو د لګولو له پاره نوي اقدامات اعلانوي.