د امریکا مرکزي قوماندانۍ (سنتکام) د چهارشنبې په سهار ويلي، چي د ایران د سپاه پاسدارانو له لوري په هرمز تنګي کي پر سوداګریزو بېړیو او امریکایي ځواکونو د اقداماتو په غبرګون کي ئې د ایران پر یو شمېر پوځي اهدافو پراخ بریدونه کړي دي.
سنتکام ویلي، په دغو بریدونو کي د ایران د هوايي دفاع مرکزونه، راداري سیستمونه، سمندري تاسیسات، د سمندري ماینونو د اېښودلو وړتیاوي او د سپاه پاسدارانو د اړیکو مرکزونه په نښه سوي دي.
بلخوا، ایراني چارواکو او کورنیو رسنیو ویلي چي د سیستان او بلوچستان ولایت د چابهار او کنارک بندرونو ته نژدې د توغندیو د لګېدو او په بندرعباس، سیریک، قشم، جیرفت او عسلویه کي د چاودنو ږغونه اورېدل سوي دي.
ایراني سرچینو ادعا کړې چي په ځینو سیمو کي هوايي ډګرونه او نور تاسیسات هم په نښه سوي دي.