د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي، چي د ایران نوي سیاسي مشران غواړي له هغه سره مخامخ خبري وکړي.
ټرمپ ویلي، د ایران له لوري د خبرو دا غوښتنه ورته رسېدلې ده او دی ورسره موافق دئ.
هغه زياته کړې چي واشنګټن د هر هغه اقدام هرکلی کوي، چي د تاوتريخوالي د کمېدو او د ستونزو د سولهییز حل لامل سي. د ټرمپ په وینا، که دا خبري په رښتیني نیت ترسره سي، کولای سي د دواړو هیوادونو ترمنځ په اړیکو کي نوې مرحله پیل کړي.
تر اوسه د ایران چارواکو د ټرمپ د دغو څرګندونو په اړه څه نه دي ويلي.