د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ اعلان کړی، چي له ایران سره جګړه پای ته رسېدلې، خو ټینګار کوي چي واشنګټن نه غواړي پر تهران خپل فشار ژر پای ته ورسوي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، که څه هم پوځي عملیات پای ته رسېدلي، خو د ایران پر وړاندي د دریځ نرمولو نیت نه لري.
هغه دا هم څرګنده کړې، چي د جګړې د دوام له پاره د کانګرس اجازې ته اړتیا نه ویني.
نوموړي د ایران وروستي وړاندیزونه رد کړي او ویلي ئې دي، چي دا طرحه د منلو وړ نه ده. د ده په وینا، دغه وړاندیزونه د پاکستان له لاري د منځګړیتوب په بڼه وړاندي سوي، خو جزئیات ئې نه دي روښانه کړي.
ټرمپ ایران تورن کړی، چي داسي غوښتني وړاندي کوي، چي له امریکايي دریځ سره په ټکر کي دي. هغه پرته له دې چي وضاحت ورکړي، ټینګار کړی، چي د ايران دا شرایط د منلو وړ نه دي.