د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هغه راپورونه رد کړي چي ګواکي له ایران سره د پنځه میاشتني جګړې وروسته د امریکا د مهماتو او اوږد واټن ویشتونکو توغندیو زیرمي په پراخه کچه کمي سوي دي.
ټرمپ په ټروت سوشال کي د نیوزمکس د یوه راپور په بیا خپرولو سره ویلي چي امریکا د مهماتو ډېري ستري زیرمي لري.
نوموړي تر دې مخکي په سپینه ماڼۍ کي هم ویلي و، چي امریکا خپل پوځي او دفاعي ظرفیت په پراخه کچه پیاوړی کوي.
د هغه په وینا، د ځینو پیاوړو مهماتو اندازه ډېره زیاته ده، خو د ځینو نورو په برخه کي محدودیتونه سته چي هره ورځ ئې د پوره کولو هڅي کېږي.