د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، باور لري چي له ایران سره روانه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، باور لري چي له ایران سره روانه جګړه به ډېر ژر پای ته ورسېږي.
ټرمپ ويلي، فکر نه کوي چي مقابل لوری به وکولای سي جګړه تر دې ډېره اوږده کړي.
هغه زیاته کړه چي د جګړې د پای ته رسېدو له پاره خبري رواني دي او دی خپله هم په مذاکراتو کي ښکېل دئ.

د امریکا ولسمشر ويلي په روانو خبرو کي د امریکا د دریځ او اقداماتو پایلي تر اوسه ښې وې او تمه لري چي وضعیت به په نژدې راتلونکي کي یوې پایلي ته ورسېږي.
ټرمپ د جګړې د دقیق پای نېټه نه ده په ګوته کړې، خو ټینګار ئې کړی چي د شخړې د پای ته رسېدو احتمال نژدې دئ.