د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره جګړه پای ته رسېدو ته نژدې سوې او د ده په وینا

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، له ایران سره جګړه پای ته رسېدو ته نژدې سوې او د ده په وینا، اسرائیل او د منځني ختیځ هیوادونه د ایران له ګواښونو خوندي دي.
ټرمپ ويلي، چي قطر، سعودي عربستان، بحرین، کویټ او متحده عربي امارات د ایران پر وړاندي د سمندري کلابندۍ او اوسپني دروازې» په نوم د نوو عملیاتو د دوام غوښتونکي دي.
هغه زیاته کړې، که په منځني ختیځ کي هر ډول تحرک رامنځته سي، امریکا ورته د غبرګون ښودلو چمتووالی لري.

بلخوا، د قطر لومړي وزیر او بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن آل ثاني له ټرمپ او د امریکا له مرستیال ولسمشر جي ډي ونس سره په لیدنه کي د سیمي د سولي او یوې هوکړي ته د رسېدو له پاره د خبرو پر دوام ټینګار کړی دئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *