د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي چي د ناټو له کړنو سخت مایوسه سوی او د دغه سازمان پر وروستۍ تګلاري ئې نیوکه کړې ده.
د ټرمپ په وينا ناټو اوس غواړي متحده ایالاتو ته توکي واستوي، خو د ده په وینا په پیل کي ئې داسي دریځ درلود، چي تر هغې به مرسته نه کوي، څو لومړی امریکا بریا ترلاسه نه کړي.
هغه ټینګار کړی، چي دغه ډول ځنډېدلي پرېکړي او بدلونونه د باور وړ نه دي او دا وضعیت د امریکا له پاره د اندېښنې وړ دئ.
د ناټو او امریکا ترمنځ اړیکي تل د همکارۍ پر بنسټ ولاړي وې؛ خو د ټرمپ په وینا، د ایران د جګړې د پيل سره سم په دې اړیکو کي بي باوري رامنځ ته سوې ده.