د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، امریکا د ایران پر ضد پوځي برید ته بشپړه چمتو وه، خو د ایران او د منځني ختیځ د ځینو هیوادونو په غوښتنه ئې دا برید ځنډولی.
د هغه په وينا امریکا په داسي پوځي ځواک، تجهیزاتو او چمتووالي سره داسي بريد کوی، چي د دوهمي نړۍوالي جګړې را وروسته ئې ساری نه و ليدل سوی.
هغه ویلي، ایران او د سیمي یو شمېر هیوادونو ورڅخه غوښتنه کړې، چي له برید څخه ډډه وکړي، ځکه د یوې احتمالي هوکړي پر چوکاټ موافقه سوې ده.
د ټرمپ په وینا، په دې هوکړه کي د هرمز تنګي بشپړ پرانیستل او د ایران د اټومي ګواښ پای ته رسول شامل دي.
هغه زیاته کړې، د نړۍ د ګټو او د یوه بریالي او سوکاله ایران د راتلونکي له پاره ئې د برید د لغوه کولو پرېکړه کړې، خو دا پرېکړه په دې شرط ده چي ژر تر ژره یوې هوکړي ته ورسېږي.
ټرمپ ویلي، اسرائیل هم له دې دریځ سره موافق دئ.