د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به ډېر ژر د ایران د کنګل سوو شتمنیو څخه په استفادې د امریکايي بزګرانو غنم

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، واشنګټن به ډېر ژر د ایران د کنګل سوو شتمنیو څخه په استفادې د امریکايي بزګرانو غنم، جواري او سویابین رانيسي.
ټرمپ دغه څرګندوني په سپینه ماڼۍ کي د امریکايي کروندګرو یوې غونډي ته د وینا پر مهال کړي.
ټرمپ دغه راز ويلي، چي پر ايران ئې سخت بريدونه کړي او اوس ئې ايران کمزوری کړی دئ، چي د امريکا سره د سيالۍ توان نه لري.

د هغه په خبره، چي امريکا اوس د ايران سره د ځواک له دریځه خبري کوي.
هغه زیاته کړه چي ایران هم د امریکا له دغه دریځه خبر دئ.