د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي چي د هرمز تنګي د خلاصولو او ساتلو مسؤلیت باید د سیمي هیوادونه پر غاړه واخلي.
د هغه په وينا هغه هیوادونه چي د دې تنګي له لاري تېل ترلاسه کوي بايد د دغه تنګي د امنيت او ساتني له پاره لاس په کار سي.
ټرمپ زیاته کړې، چي امریکا له دې تنګي څخه مستقیمه ګټه نه ترلاسه کوي؛ خو بیا هم چمتو ده چي د اړتیا په صورت کي د سیمي له هیوادونو سره د مرستي له پاره حضور ولري. هغه ټینګار وکړ چي د هرمز تنګی باید هر وخت پرانیستی پاته وي.