د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چي هیواد به ئې ډېر ژر په ریاض کي د امریکا سفارت پر هدفمند برید او له ایران سره د نښتو پر مهال د امریکايي سرتېرو د وژل کېدو په اړه غبرګون وښيي.
ټرمپ له نيشن نيوز شبکې سره په مرکه کي ويلي: «زموږ د سفارت په نښه کولو او زموږ د سرتېرو د وژل کېدو جواب به ډېر ژر ووینئ.»
تر دې وړاندي د سعودي عربستان د دفاع وزارت د لومړنیو ارزونو پر بنسټ اعلان کړی و، چي په ریاض کي د امریکا سفارت د دوو بې‌پیلوټه الوتکو (ډرونونو) له لوري په نښه سوی دئ.

د ياد وزارت په اعلامیه کي راغلي، چي دغه برید د سفارت په ودانۍ کي د اورلګېدني سبب هم سوی و.