د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کي خبريالانو ته د يوې خبري غونډي پر مهال ويلي، چي واشنګټن له ایران سره خپلي خبري جاري ساتلي دي. هغه ويلي که دغه خبري یوې هوکړې ته ورسي، ډېره ښه به وي، خو خبرداری ئې ورکړی، چي که خبري ناکامه سي، ښايي بدي پېښي رامنځ ته سي.
د ټرمپ په وينا چي امریکا اوس د ایران پر خوا د لویو او قوي سمندري بېړیو حرکت پیل کړی، خو ټینګار ئې وکړ، چي امریکا له دې تحرکاتو سره هممهاله له تهران سره خبرو ته دوام ورکوي.
ټرمپ دغه څرګندوني پر داسي مهال کړي، چي د ایران او امریکا ترمنځ ترینګلتیا ورځ تر بلي زیاتیږي، د امريکا څو جنګي بېړیو منځني ختیځ ته داخلېدل، د واشنګټن احتمالي پوځي اقدام ته زمینه برابره کړې، په ځانګړي ډول وروسته له هغه چي ټرمپ څو ځل د ایران پر ضد د مداخلې ګواښ کړی و؛ هغه دا ګواښونه له هغه امله وکړل چي د ایران چارواکو د مظاهرهچیانو پر وړاندي سخت چلند کړی وو.