د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته تر سفر مخکي ویلي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ چین ته تر سفر مخکي ویلي، واشنګټن د ایران جګړې د پای ته رسولو یا د هرمز تنګي د خلاصولو له پاره د چین مرستي ته اړتیا نه لري.
ټرمپ زیاته کړې، امریکا به «په هر حال بریالۍ کېږي، که د سولي له لاري وي او که له بلي لاري».
ټاکل سوې چي د ډونالډ ټرمپ او د چین ولسمشر ترمنځ په دوه ورځنیو خبرو کي د ایران او د اسرائیلو د جګړې او د هرمز تنګي د کړکېچ په اړه مهم بحثونه وسي.

په وروستیو اوونیو کي هرمز تنګی د نړۍوالو سیاسي او انرژۍ کړکېچونو مهم مرکز ګرځېدلی. ایران هڅه کوي، چي پر دغه مهم سمندري مسیر خپل کنټرول ټینګ کړي او له عراق او پاکستان سره ئې د نفتو او مایع طبیعي ګاز د لېږد له پاره هوکړي هم کړي دي.
ایراني چارواکو د هرمز تنګي اوږدمهاله کنټرول ستراتېژیک هدف بللی. د ایران د پوځ یوه ویاند ویلي، د دغه تنګي اداره کول کولی سي ایران ته د نفتو له صادراتو دوه برابره عاید برابر کړي او د تهران بهرنی نفوذ نور هم پیاوړی کړي.
سره له دې چي څه باندي یوه میاشت وړاندي د ایران او اسرائیلو ترمنځ اوربند سوی، خو د تهران او واشنګټن اختلافونه لا هم ژور دي.

امریکا د ایران د اټومي پروګرام بشپړ درول او پر هرمز تنګي د تهران د نفوذ ختمول غواړي، خو ایران بیا د جګړې د زیانونو جبران، د امریکا د بندیزونو پای او په لبنان کي د جګړو د بندېدو غوښتنه کوي.
بلخوا بيا د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د ایران دغه غوښتني بې‌ مانا بللي دي.