په لاس انجلس کښي د ډونالډ ټرمپ د کډوالۍ سیاستونو پر وړاندي د لویو لاریونونو پرمهال، د اسټرالیا د نهمي شبکې یوه خبریاله، چي خپلي رسنۍ ته ئې ژوندی راپور ورکوئ، د امریکا د پولیسو له خوا په پلاستیکي ټک ویشتل سوې ده.
د ټرمپ اداره او د امريکا پوليس هڅه کوي، چي په لاس انجلس کښي د لاريون کوونکو مخه ونيسي.