د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور په چین کي د یوه کمربند او یوې لاري د غړیو هیوادونو د وزیرانو په درېیمه غونډه کي ویلي چي دغه لویه پروژه کولای سي، د افغانستان او چین ترمنځ د سوداګرۍ او انرژۍ د صادراتو ساحه پراخه کړي.
هغه زیاته کړه چي د یوه کمربند او یوې لاري نوښت افغانستان د یو مهم شریک په توګه دی چي دغه هیواد له اروپا سره نښلوي.
د اوبو او برښنا وزارت سرپرست په دې غونډه کي د خپلي وینا په یوه برخه کي ویلي، دوی باور لري چي برېښنا ته د باور وړ لاسرسی، د انرژۍ امنیت او د انرژۍ په رسولو کي توازن د افغانستان د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ بنسټیز شرایط دي.
په همدې حال کې د اقتصادي چارو کارپوهان هم وايي چي افغانستان دا مهال د یو کمربند او یوې لاري له پروژې سره د وصل کېدو لپاره لازم ظرفیتونه لري او که له دغه پروژې سره وصل سي د هیواد اقتصاد به لا وده وکړي.