د اوبو او انرژۍ وزارت له اټکل سره سم به له نن څخه تر پنج‌شنبې پوري د اورښتونو او د واورو د ویلي کېدو له کبله د هیواد په سیندیزو حوزو کي د اوبو سطحه لوړه او ښايي په ځینو ځایونو کي د سېلونو سبب سي

دې وزارت د افغانستان د هواپېژندني ادارې د وړاندویني پر اساس ویلي، له نسبتاً شدیدو بارانونو سره مل د هریرود، مرغاب او امو په سیندیزونو حوزو کي د سېلونو د راوتلو احتمال سته.

دغه وزارت له هغو خلکو چي یادو سیندونو ته نژدې اوسي، غوښتي چي نه یوازي په خپله د سېل خطر ته متوجه واوسي بلکي د سېلاب د راوتلو په صورت کي شاوخوا نورو خلکو ته هم خبر ورکړي.

د اوبو او انرژۍ وزارت ویلي چي په سرپل، فاریاب، بادغیس، بدخشان، هرات او ځینو نورو سیمو کي د باران په وجه د واورو د ویلي کېدو له کبله د سېلابونو د راوتلو احتمال سته.

سږ کال په افغانستان کي د سېلابونو له کبله سلګونو کسانو ته مرګ‌ژوبله او همداراز مالي تاوانونه اوښتي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *