د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین:په کاپیسا کي د ۱۵۱ زره ډالرو په لګښت د یو شمېر پروژو چاري پیل سوي دي

د یاد وزارت د مسوولینو په وینا چي په دې پروژو کي د کانالونو پاکول، د استنادي دېوالونو، سربندونو او پلچکونو رغول او د سیند غاړو جوړول شامل دي.

ویل کېږي چي پر دې پروژو به ۱۵۱ زره ډالر مصرف او چاري به یې پر وخت بشپړي سي.

د اوبو او انرژۍ وزارت تر دې وړاندي هم په یو شمېر ولایتونو کي د ورته پروژو د چارو د پیلېدو او د ځینو نورو د بشپړېدو خبر ورکړی وو.

د ویلو ده چي په وروستیو کي د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کي د سېلابي اوبو د کنټرول لپاره د کوچنیو بندونو او چېکډېمونو د جوړېدو راپورونه ورکړل سوي دي.

بل خوا هیوادوال د دا ډول پروژو عملي کېدل ګټور بللي او له سرپرست حکومته یې د نورو د پلي کېدو غوښتنه کړې ده.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *