د اوبو او انرژۍ وزارت وايي، د کاپیسا ولایت د باغدارۍ د برېښنا بند د جیو فزیک او جیو ټکنیک د امکان سنجۍ هوکړه ليک د مس عینک له شرکت سره لاسلیک سو

د دغه وزارت د معلوماتو له مخي، دغه هوکړه لیک د اوبو او انرژۍ وزیر عبداللطیف منصور او د عینک د مسو د قراردادي شرکت د مشر سون ون بینګ ترمنځ په رسمي مراسمو کي لاسلیک سو.

د دغه هوکړه لیک پر بنسټ، د عینک د مسو قراردادي شرکت ژمن دی، چي په راتلونکو اتو میاشتو کي د اوبو او انرژۍ وزارت په همکارۍ د پروژې د امکاناتو مطالعې او تخنیکي بیاکتني بشپړي کړي.

چارواکو تر اوسه د دې پروژې د مالي ارزښت په اړه معلومات نه دي ورکړي. همدارنګه په افغانستان کي د پراختیایي پروژو لپاره ځانګړي سوې بودیجه په ټولیزه توګه نه ده روښانه سوې.