د دغه وزارت په خبرپاڼه کي ویل سوي چي د یاد وزارت سرپرست، عبداللطیف منصور د چین د «خواه فوتین شین» شرکت له رییس او د دغه شرکت له استازي «لي شین جییان» سره کتلي دي.
چینايي پلاوي ویلي چي غواړي له پنجشیر څخه کابل ته د اوبو د لېږد، د کابل د اوبو د تصفیې او په افغانستان کي له لمریزي برېښنا څخه د برېښنا د تولید په برخه کي پانګونه وکړي.
د اوبو او انرژۍ سرپرست همداراز ویلي، په افغانستان کي د پانګوني لپاره هر ډول زمینه برابره سوې او له ټولو کورنیو او بهرنیو پانګوالو غوښتنه کوي چې د اوبو او انرژۍ پروژو په برخو کي پانګونه وکړي.
تر دې وړاندي يو شمېر اوکرايني متخصصينو هم له پنجشېر څخه کابل ته د اوبو د لېږد پروژې تطبیق ته لېوالتيا ښودلې وه.