د اوبو او انرژۍ وزارت وایي چي په نږدې راتلونکي کي به په تخار، هرات، غزني او بغلان ولایتونو کي د اوبو د څلورو لویو بندونو د جوړېدو چاري پیل سي

د یاد وزارت سرپرست، عبدالطیف منصور ویلي چي دا بندونه د اسلامي امارت د مشر په امر جوړېږي.

د اوبو او انرژۍ وزارت د مسوولینو په وینا، چي د دغو بندونو چاري به نږدې راتلونکي کي پیل سي. 

یاد وزارت د اوبو د مدیریت په برخه کي د سرپرست حکومت د ژمنو پر عملي کېدو ټینګار کړی او ویلي یې دي چي اوسمهال په هیواد کي د ۶۰۰ میګاواټه برېښنا پر تولید کار روان دی.

تر دې وړاندي هم په ځینو ولایتونو کي د سیلابي اوبو د کنترول په موخه یو شمېر کوچني بندونه ګټي‌اخیستني ته سپارل سوي دي.

د ویلو ده چي په هیواد کي د ډېرو سترو برېښنا بندونو څخه د کرنیزي مځکي د خړوبولو استفاده هم کیږي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *