د اوکراين پر مرکز د روسيې په بريد‌ کښي ۲۴ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

اوکراین چارواکو خبر داری ورکړی، چي تېره شپه ناوخته د روسيې له خوا د اوکراین پر مرکزي ښار کیف باندي توغندیز او بې‌پیلوټه الوتکو بریدونه سوي، چي په پایله کښي ئې کښي ۴ کسان وژل سوي او ۲۰ نور ټپیان سوي دي. د رویټرز خبري اژانس د کیف د پوځي چارواکو په حواله راپور ورکړی، چي د دغو بریدونو له امله د ښار د میټرو ترانسپورتي سیستم هم له ستونزو سره مخ سوی دئ.
دغه بریدونه پر داسي مهال ترسره سوي، چي د اوکراین او روسيې ترمنځ د سولي خبري په ترکیه کښي ناکامي سوې او د روسيې ولسمشر ولادیمیر پوتین د اوکراین د بریدونو په غچ کښي د سخت غبرګون خبرداری ورکړی وو.