د اوکراین د هوایي‌ دفاع سیستم نن چهارشنبه وختي د روسیې د توغول سویو ۲۲ بې‌پيلوټه الوتکو له ډلي ۲۱ را ایله کړي دي

دغه بې‌پيلوټه الوتکي پر پلازمېنه کییف، اودیسې او فینیتسایا سیمو کي رالوېدلي دي.
سملاسي له‌دې کبله د احتمالي مرګ‌ژوبلي او زیان خبره نه‌‌ده سوې.
بل لور ته د روسیې دفاع وزارت هم ویلي چي خپل فضایي حریم کي یې د اوکراین ۴۷ بې‌پيلوټه الوتکي له منځه وړي.
د راپورونو له مخي د اوکراین دغه الوتکي د روسیې په بریانسک، بیلګورود، کورسک، روستوف او کرسنودار سیمو او ازوف سمندر کي له‌منځه تللي دي.
بل خوا د هنګري صدراعظم ویکتور اوربان وایي، اوکراین نه‌سي کولای چي له روسیې جګړه وګټي.
نوموړی چي د لوېدیځ له‌خوا اکثره وخت د روسیې په ملاتړ دریځ تورن سوی، یوځل بیا د دغه جګړې د پای ته رسولو لپاره پر خبرو ټینګار کړی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *