د اوکراین د پوځ سرقوماندان، اولکساندر سیرسکي خبرداری ورکړی، چي روسي ځواکونه د دغه هيواد په ختیځ ډونټسک سیمه کي د کوستیانتینیوکا ستراتیژیک ښار په لور د پرمختګ په حال کي دي.
سیرسکي پر خپله ټیلیګرام پاڼه لیکلي چي روسي پوځیان هڅه کوي په دې سیمه کي خپل حضور زیات کړي او د ښار شاوخوا سیمي تر خپلي ولکې لاندي راولي. د هغه په وینا، دا ښار د اوکراین د ختیځ دفاعي کمربند یوه مهمه برخه ده چي د اوکرایني ځواکونو لخوا په کلکه ساتل کېږي.
نوموړي زیاته کړې چي دمګړی په ښار کي د روسي د نفوذي ډلو پر وړاندي عملیات روان دي او اوکرایني سرتېري د هغوی د ځپلو له پاره اقدام کوي.