د اوکراین ولسمشر ولودیمیر زلنسکي د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري د روسیې د ډیزلو پر صادراتو د محدودیتونو لنډمهاله کمول د سولي له هڅو سره په ټکر کي بللي دي.
زلنسکي ویلي، دغه پرېکړه به د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته اقتصادي ګټه ورسوي او ښايي د اوکراین جګړې ته د دوام ورکولو له پاره د مسکو مالي امکانات پیاوړي کړي.
د امریکا حکومت ویلي، د دې پرېکړې موخه د سونتوکو د عرضې زیاتول او د انرژۍ د بیو راټیټول دي.
خو زلنسکي ټینګار کړی، چي د روسیې پر انرژۍ د بندیزونو کمول باید د دواړو هیوادونو د انرژۍ پر تاسیساتو د بریدونو د درولو له متقابلي هوکړي سره تړلي وي.
نوموړي زیاته کړې، چي له متقابل تعهد پرته روسیې ته اقتصادي امتیاز ورکول د جګړې د پای ته رسولو هڅي کمزوري کولای سي.