د اوکراین پوځي چارواکي وايي، تېره شپه د روسیې له‌خوا د ۵۶ توغول سویو بې‌پيلوټه الوتکو له جملې، ۵۳ یې کشف او ویشتلي دي

د دغه هیواد هوايي ځواک وايي، د دغه پلان سوي بمبارۍ عمده هدف د اوکراین پلازمېنه کییف وو.
د اوکراین پوځي چارواکو تر دې وړاندي د روسیې له‌خوا پر کییف د روسیې له لوري د رواني میاشتي تر ټولو د لویي اټمي حملې په اړه خبرداری ورکړی و.
د کییف د محلي پوځي ادارې مشر ویلي، د یوې نسکوري سوي بې‌‌پيلوټه الوتکې په ټوټو یوه ټپي سوې مېرمنه په روغتون کي بستر سوې ده.
د اوکراین پوځي چارواکو ویلي، کییف تېره شپه څه باندي درې ساعته تر حملې لاندي وو، خو د هوايي دفاع دستګاوو د کییف په شا و خوا کي هم تر ۲۰ زیاتي بې‌پيلوټه الوتکي ویشتلي دي.