د اوکراین پوځ وايي، یوه ايف۱۶ جنګي الوتکه يې، چي د روسیې له یرغل سره د مبارزې لپاره خپلو لوېدیځو شریکانو ورکړې وه، لوېدلې او پیلوټ یې مړ سوی دی

د اسوشیټیډ پریس خبري اژانس د راپور له ‌مخي، د اوکراین پوځ پرون (پنج‌شنبې) په یوه بیان کي، چي په فېسبوک کي یې خپور کړ، وویل چي جنګي الوتکه د دوشنبې په ورځ د روسیې د بې‌ پیلوټه الوتکو او توغندو د ناتار په ترڅ کي د اوکراین په خاوره کي ولوېده.

دا لومړی ځل دی چي په اوکراین کي د ايف۱۶جنګي الوتکي د غورځېدو خبر خپريږي.

د تېر کال په جولای میاشت کي لږ تر لږه شپږ ايف۱۶ جنګي الوتکي اوکراین ته وسپارل سوې.