د ط..البانو تر واک لاندي د کډوالو او راستنېدونکو چارو د وزارت څخه د دوشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي تېره ورځ د ايران او پاکستان څخه شاوخوا ۲۶۰۰ د افغانو کډوالو کورنۍ افغانستان ته راغلي دي.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه کډوال ، د ننګرهار ولایت د تورخم له لاري ۱۲۳۰، د کندهار ولایت د سپين بولدک له لاري ۱۳۲ او د هلمند ولایت د بهرامچې له لاري ۱۱ کورنۍ د پاکستان څخه افغانستان ته راغلي دي.
د ط..البانو په دغه خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د هرات ولایت د اسلام کلا بندر له لاري ۱۰۸۰ کورنۍ او د نيمروز د ورېښمو پله له لاري ۱۴۵ کورنۍ د ايران څخه افغانستان ته راغلي دي.
بايد وويل سي، چي تر دې يوه ورځ وړاندي هم ۲۲۱۶ د افغان کډوالو کورنۍ د پاکستان او ايران څخه بېرته افغانستان ته راغلي وې.