د ایران د کورنیو چارو وزارت د بهرنیو اتباعو او مهاجرینو د چارو مشر نادر یار احمدي اعلان کړی، چي دغه وزارت چمتو دئ هغو افغان زدهکوونکو ته چي له ایرانه ایستل سوي، د انلاین زده کړو اسانتیاوي برابري کړي.
دا اقدام وروسته له هغه اعلانیږي چي د اسنادو نه لرونکو افغان مهاجرینو د ایستلو له امله شاوخوا ۲۸۰ زره افغان زدهکوونکي بېرته افغانستان ته ستانه سوي او اوس د زده کړو څخه بې برخي سوي دي.
د ایراني رسنیو د راپورونو له مخي، د افغان زدهکوونکو له ایستلو سره ګڼي کورنۍ له زده کړو بې برخې سوې دي، خو د ايران دولت ويلي چي تر اوسه هېڅ افغان مهاجر د انلاین زده کړو غوښتنه نه ده کړې. نادر یار احمدي زیاتوي: «تر اوسه هېچا دا ډول غوښتنه نه ده کړې او له دې طرحي څخه هم هرکلی نه دئ سوی.»
ایران وایي، که افغان زدهکوونکي وغواړي، کولای سي له ایرانه بهر هم د دې هيواد د تعلیمي سیستم له لاري خپلي زده کړي پرمخ یوسي؛ خو د افغان کورنیو ځیني غړي وایي، د انلاین زده کړو امکاناتو ته نه لاس رسی، د انټرنيټ او وسایلو نشتوالیاو اقتصادي ستونزو د دغه پروګرام عملي کېدل ستونزمن کړي دي