ههنګاو د بشري حقونو سازمان د چهارشنبې په ورځ په نشر سوې خبرپاڼه کي ويلي، چي د ايران دولت د خراسان رضوي ولايت په تايباد مرکزي زندان کي درې کسان اعدام کړي دي.
د دغه سازمان په خبره چي په اعدام سوو کسانو کي يو تن افغان و، چي په ايران کي د نشه يي توکو د قاچاق په تور نيول سوی و.
په تهران کي د ط.. البانو سفارت تراوسه د دغه افغان وګړي د اعدام په اړه څه نه دي ويلي.
د يادوني وړ ده، چي ايران په تېرو ۹ مياشتو کي ۶۵ افغان وګړي د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي وو.