د ايران د بشري حقونو سازمان خبر ورکړی، چي د ايران دولت د يوه افغان په ګډون اووه تنه د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړي.
دغه سازمان ويلي، چي دغه افغان ئې په قذوين زندان کي اعدام کړی.
ياد سازمان ويلي چي دغه اعدام سوی افغان خيرالله ګلجاني نومېدی او ۴۵ کاله عمر ئې درلود.
بايد وويل سي، چي تراوسه پوري په تهران کي د ط..البانو سفارت د دغه پېښي په تړاو څه نه دي ويلي.