د ايران د بشري حقونو سازمان ههنګاو راپور ورکړی، چي د ايران دولت يو افغان د جاسوسۍ په تور اعدام کړی دئ.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه ۴۲ کلن افغان تورات محمدي نومېږي او مخکي د سپاه پاسدارانو غړی و.
په راپور کي ويل سوي، چي دغه افغان د ایران حکومت د چهارشنبې په ورځ د کرج په زندان کي اعدام کړی.
بايد وويل سي چي د ايران حکومت په تېرو درو کلنو کي نژدې ۱۹۰ افغانان اعدام کړي.