د ايران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو راپور ورکړی، چي د ايران دولت څلور تنه د نشه يي توکو د‌ قاچاق په تور اعدام کړي

د ايران د بشري حقونو سازمان هه‌نګاو راپور ورکړی، چي د ايران دولت څلور تنه د نشه يي توکو د‌ قاچاق په تور اعدام کړي.
دغه سازمان ويلي، چي په دغو اعدام سوو کسانو کي يو تن افغان و.
د ياد سازمان په حواله چي دغه افغان د چابهار په زندان کي د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام سوی.

بايد وويل سي، چي تر دې وړاندي هم دغه سازمان خبر ورکړی و، چي د ايران دولت د روان کال له پيل څخه تر دې دمه پوري ۶۵ تنه افغانان د بېلابېلو جرمونو په تور اعدام کړي.