د ايران د بهرنيو چارو وزير عباس عراقچي، د ملګرو ملتونو سرمنشي او د امنيت شورا رئيس ته په استول سوي ليک کي امريکا او اسرائيل د اسلامي جمهوريت د مشر د وژل کېدو په تور تورن کړي.
نوموړي په دغه ليک کي ټينګار کړی، چي تهران د مشروع دفاع حق لري او زياته کړې ئې ده، چي د ملګرو ملتونو سازمان او امنيت شورا بايد سمدستي او اغېزمن ګامونه واخلي؛ څو د دې پېښي مسئولين جواب ورکولو ته اړ سي.
عراقچي له نړۍوالي ټولني غوښتي، چي د دې موضوع په اړه چوپه خوله پاته نه سي او د نړۍوال قانون له مخي دي لازم اقدامات ترسره کړي.