د ايران د تایباد ولسوالۍ چارواکو اعلان کړی، چي ایراني سرحدي ځواکونو ۳۰۰ افغان کډوال ژغورلي دي، چي د ایران او افغانستان ترمنځ په شمال ختیځه پوله کي د سخت ورښت او سړې هوا له امله بند پاته وو.
د تایباد ولسوال، حسین جمشیدی رسنيو ته ويلي، چي یاد کسان هغه مهال پېژندل سوي، چي غوښتل ئې په ناقانونه توګه ایران ته داخل سي، خو د خرابي هوا له کبله په پوله کي بند پاته وو.
د هغه په وینا، ایراني ځواکونو د بشردوستانه مرستو په چوکاټ کي دغو کډوالو ته خواړه، لومړنۍ درملنه او نوري اړیني اسانتیاوي برابري کړي دي.
نوموړي زیاته کړه، چي تر درملني او قانوني مراحلو وروسته به دغه افغانان ط..البانو ته و سپاري.
جمشیدي همداراز ټینګار کړی چي ایران ته د ناقانونه تګ راتګ مخنیوی جدي نیول سوی او خبرداری ئې ورکړی، چي له پولي په غیر قانوني توګه د اوښتو هڅه کوونکو سره به قانوني او قاطع چلند وسي.