د ايران د روغتيا وزارت د يکشنبې په ورځ ويلي دي، چي پر ايران د امريکا او اسرائیلو د بريدونو د پيل څخه تر دې دمه پوري ۲۰۲ کوچنيان او ۲۲۳ ښځي وژل سوي دي. د ياد وزارت په وينا چي په وژل سوو ښځو کي درې تنې اميندواره مېرمني هم شاملي دي.
د ياد وزارت په وينا چي په يادو بريدونو کي په دغه هيواد شاوخوا ۱۵۳ روغتيايي مرکزونه هم زيانمن سوي دي.