د ايران د زاهدان پر ښاري محکمه برید سوی

ایراني رسنیو د شنبې په ورځ خبر ورکړی، چي د ایران د سيستان او بلوچستان ولايت د زاهدان پر محکمه باندي د شنبې په ورځ سهار مهال نامعلومو وسله والو بريد کړی دئ.
د ايران پوليسو په دغه سيمه کي بېړنی حالت اعلان کړی او په سيمه کي ئې عمليات پيل کړي دي.
ایراني رسنيو د دغه بريد له امله د رامنځ ته سوي مرګ ژوبلي په اړه تر اوسه پوري معلومات نه دي خپاره کړي.
بايد وويل سي، چي د ياد بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومي وسله والي ډلي پر غاړه نه دئ اخيستی.