د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاريجاني

د ايران د ملي امنيت د عالي شورا منشي علي لاريجاني، له امريکا سره د خبرو د بيا پيل په اړه خپرو سوو راپورونو ته په غبرګون کي ويلي، چي تهران له واشنګټن سره د هر ډول خبرو مخالف دئ.
لاريجاني په ټولنيزه شبکه اېکس کي په عربي ژبه په خپاره کړي پيغام کي ټينګار کړی: «له امريکا سره به هېڅ ډول خبري ونه کړو.»
دا څرګندوني وروسته له هغه کېږي چي ځينو بهرنيو رسنيو راپور ورکړی و، چي ګواکي نوموړي هڅه کړې، چي له امريکا سره د خبرو د بيا پيل له پاره لاري ولټوي، خو هغه دا ادعاوي رد کړي دي.