د ايران د هرانا په نوم د بشري حقونو سازمان ويلي

د ايران د هرانا په نوم د بشري حقونو سازمان ويلي، چي د دغه هيواد حکومت د چهارشنبې په ورځ يو افغان د نشه يي توکو د قاچاق په تور اعدام کړی.
دغه سازمان ويلي، چي دغه اعدام سوی افغان نذير نومېږي او د ايران د‌ شېراز ښار په عادل اباد زندان کي اعدام سوی دئ.
بايد وويل سي، چي په تېره نومبر مياشت هم د ايران دولت پنځه تنه افغانان اعدام کړي وو.