د ايران د ښځو د فوټبال درې لوبغاړي، چي په آسترالیا کي ئې د پناه غوښتنه کړې وه، پرېکړه ئې کړې

د ايران د ښځو د فوټبال درې لوبغاړي، چي په آسترالیا کي ئې د پناه غوښتنه کړې وه، پرېکړه ئې کړې، چي بېرته خپل هيواد ته ستنېږي.
اوس د ايران د ښځينه فوټبال درې لوبغاړي پاته دي، چي په آسترالیا کي ئې د خوندیتوب غوښتنه کړې.
د آسترالیا د کورنیو چارو وزير، ټوني برک، ويلي چي دغو لوبغاړو ته ئې ځانګړي حفاظتي ويزې ورکړي او په دغه هيواد کي د پاته کېدو فرصت هم ورکول سوی دئ؛ خو هغوی وغوښتل چي له خپل ټېم سره يو ځای سي او بېرته ايران ته ځي.